د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په غه ولایت کې د ۵ لرغونو سیمو د کشف خبر ورکړی دی. د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صمیم ویلي، چې یادې سیمې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ کشف کړې دي. صمیم زیاته کړه، چې دغه لرغونې سیمې د یاد ولایت د مرکز پل علم په ګډون خوښۍ، برکي برک او څرخ ولسوالیو کې موقعیت لري. د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو په وینا یادې سیمې د اسلام څخه وړاندې دورو پورې تړاو لري. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو لرغونې سیمه کشف شوې وه.












