د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، چې هېواد کې د پانګونې بهیر ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی. خصوصي سکټور د سرپرست حکومت د سکټوري وزارتونو څخه غوښتنه کوي، چې دغه سکټور ته د پانګونې لپاره د ځمکې د ورکړې بهیر پیل کړي. د یادې ټولنې غړي وايي، چې د هېواد په کچه سلګونه تولیدوونکي اوس هم په کرایي ځمکو کې فعالیت لري. بل لورته د اقتصاد وزارت د صنعت کارانو یادې ستونزې مني او زیاتوي، چې هڅه کوي په چټکۍ سره د صنعت کارانو او پانګوالو، دې ستونزې ته د رسېدګۍ لپاره اقدام وکړي. دوی زیاتوي، چې سرپرست حکومت د کړې ژمنې په اساس د خصوصي سکټور ټولې هغه ستونزې به هواروي چې له کومو سره دوی لاس او ګرېوان دي.
































