د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې د بشري مرستو د وېش په بهیر کې هر ډول لاسوهنه ردوي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، یو شمېر مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له امله په خپلو مرستو کې کموالی راوستی دی. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د بشري مرستو ۵۶ پروګرامونه، د سرپرست حکومت د لاسوهنې له امله درول شوي دي. خو ا.ا د امنیت شورا راپور ته غبرګون کې وايي، سرپرست حکومت یوازې د مرستندویه بنسټونو امنیت ساتي او په نورو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو لامل د بودجې کموالی بولي او ټینګار کوي چې سږ کال یې یوازې ۲۵ سلنه پیسې تر لاسه کړي دي.











