د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د ١٠٥ میلیونه افغانیو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه د قرار دادي شرکت لخوا جوړېږي، چې پرون یې چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس نقیب احمد فرقاني وايي، چې دغه کارخونه، په ورځ کې د ٤٠٠ ټنه کرومایټ د پروسس ظرفیت لري، ١٠٥ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، چې د قرار دادي میتال ماینګ خصوصي شرکت لخوا په ١١٠٠متر مربع ځمکه باندې محمدآغې ولسوالۍ کې د کرومايټ د ډبرو په کان کې جوړیږي. د فرقاني په وینا، د یادې کارخونې د جوړولو سره سم به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، چې له دغې کارخونې سره نه یوازې د حکومت بودجې ته عواید ځي بلکې د سیمې خلکو ته به هم د کار زمینه برابره شي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې سرپرست حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد په آبادۍ کې بې ساري ګامونه اوچت او ولسونو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
































