د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جهاد ارګنای سره د مخه ښې په موخه ناسته کړې ده. په کابل کې د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د سفیر په توګه ډيپلوماتیک ماموریت پای ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې د ریاست الوزارت سیاسي مرستیال په دغه ناسته کې ویلي چې افغانستان او ترکیه ګډ اوږد تاریخ لري او سرپرست حکومت هڅه کوي، چې د دغه هېواد له حکومت سره نږدې او مثبتې اړیکې وپالي. نوموړي له ارګینای څخه غوښتنه کړې، چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او سرپرست حکومت چمتو دی، چې هغوی ته په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.











