د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ پر اسیايي شورا اعتراض کړی او د افغانستان او سریلانکا د تېر شپې لوبې په هکله یې د وضاحت غوښتنه ترې کړې ده.د کرکټ بورډ ویاند محمد نسیم سادات وايي، چې د ۳۷ اور تر پایه په رسنیو کې داسې ښکارېده چې ورکړل شوی هدف باید په ۳۷٫۱ اورونو کې پوره شي چې افغانستان بل پړاو ته لار پیدا کړي، خو د لوبې کمېنټېټرانو له ۳۷ اور وروسته دا موضوع یاده کړه چې افغانستان کولای شي په درې توپونو کې په یوه توپ شپږیزې په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړي. سادات زیاتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د هغو چارواکو ته د سزا غوښتنه کړې چې وظیفوي بېپروايي یې کړې ده.
































