د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په یوه روزنیز کورس کې په لسګونو روغتیا پالانو ته په دې اړه روزنه ورکړې چې په بېړنیو حالاتو کې هغو پېښو ته چې پکې خلکو ته ډېره مرګ ژوبله پېښېږي، په څه ډول رسېدنه وکړي.د دې سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې په دغه پنځه ورځني کورس کې د افغانستان له اوو زونونو ۲۷ روغتیا پالانو ګډون کړې وو چې پنځه یې ښځینه روغتیا پالانې وې.د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کورس ګډونوالو په بېړنیو حالاتو کې د ښو لومړنیو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اړینه پوهه او مهارتونه ترلاسه کړي دي.
































