آلمان غواړي سږکال په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې له پاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ۲۵ میلیونه یورو ځانګړې کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې له پاره ۲۵ میلیونه یورو په پام کې نیول شوي دي. نوموړي ویلي، چې یادې مرستې یوازې د بشردوستانه اصولو سره سم په هغو ځایونو کې لګول کیږي چېرې چې مېرمنې کولی شي پکې کار ته دوام ورکړي او دارنګه مرستې اړمنو ماشومانو ته ورسول شي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سره له دې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو له پاره کم خوراکي توکي لري، خو په راتلونکو میاشتو کې به یوازي له درې میلیونو کسانو سره مرسته وشي. آلمان په تېرو کلونو کې له امریکا وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو دویم ستر تمویلونکی هېواد ښودل شوی دی.
































