د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي. د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. په دې پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو. د اسلامي همکارۍ سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي سرپرست حکومت چارواکو ته وریاده کړې چې ټول اسلامي علما په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې زده کړه د ښځو او نارینه وو حق او مسوولیت دی.











