په چین کې د افغانستان سفارت پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د ا فغانستان سفیر د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رییس وانګ ټینشیان سره په کتنه کې د واخان دهلېز د بیا پرانېستې، پر یادې لارې د نوري فایبر غځولو، د سرحدونو د مدیریت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. په همدې حال کې بیا د افغانستان سفیر د چین د قونسلي ریاست له مرستیال سره په چین کې د افغانان بندیانو، د افغان سوداګرو دحقوقي دعوو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیا او ګڼو نورو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.












