په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام بهرنیو مرستو ته انتظار دی. د دې ادارې ویاند وحیدالله اماني وايي، نړیوالو د مرستو ژمنه ورسره کړې، خو ژمی راروان دی او تر دې دمه یې دا ژمنې نه دي پر ځای کړي. د اماني په وینا، که ژر تر ژره د خوړو له نړیوال پروګرام سره مرستې ونه شي نو د ژمي پر مهال به د لرې پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شي. اماني دا هم وویل چې د اوس لپاره دوی یوازې له درېیو میلیونو افغانانو سره مرستې کولی شي. د اماني په وینا، ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري.












