د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د شينوارو او مومندو ولسونو په یوه سولهييز لاريون کې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل کېدل غندلي دي. لاریونوالو له پاکستانه غوښتي، چې یاده دروازه د سوداګرو او دواړو خواوو ولسونو پر مخ پرانیزي. د پاکستان حکومت تېره اونۍ تر هغه وروسته د تورخم دروازه وتړله او پر افغان ځواکونو یې ډزې وکړې چې افغان لوري په صفري نقطه کې د یوې پخوانۍ پوستې د ترمیم چارې پیل کړې.
































