د پاکستان سرپرست صدراعظم وايي چې حکومت یې د افغان کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي. انوارالحق کاکړ له آج تلوېزیون سره په پرونۍ مرکه کې ټینګار کړی چې دا کار یوازې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره کېږي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې ورځې تر نښتې وروسته پولیسو په کراچۍ او ځینو نورو ښارونو کې له ۲۵۰ زیات افغان کډوال نیولي دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلي منیزې کاکړ ویلي، پولیسو پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۱۵۰ زیات افغانان ونیول چې ۱۳۰ تنه یې محکمې ته وړاندې شوي دي. له بلې خوا د سند ایالت والي هغو افغانانو ته چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري خبرداری ورکړی چې په دوو اوونیو کې دې له پاکستانه ووځي که نه په لس کاله بند به محکوم شي.
































