د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان پوځ منلې چې د افغانستان پر ختیځو سیمو به توغندي نه واروي. بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستاني ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ د کونړ په مرکز اسعدآباد او سرکاڼو ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو توغندییز بریدونه وکړل چې پکې ۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې دې وزارت په کابل کې د پاکستان له سفیر او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د اړیکو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پرتو سیمو د پاکستان د پوځ د راکټي بریدونو له کبله د افغانستان د اعتراض او خپګان غږ رسولی دی. پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































