له ایران څخه هره ورځ هېواد ته له ۱۰۰۰ تنو څخه زیات افغان کډوال راستنېږي چې نیمايي برخه یې په زوره له هغه هېواد څخه ایستل کېږي. افغان کډوال په داسې حال کې هېواد ته راستنیږي چې په ټول ایران کې د کرونا وبا دویمه څپه خپره شوې ده. د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس جاوید نادم وايي، په تېره یوه میاشت کې هره ورځ نږدې ۵۰۰ افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي دي. نادم زیاتوي اوسمهال له ایران څخه هېواد ته هره ورځ له ۱۰۰۰-۱۵۰۰ افغان کډوال راستنېږي چې په کرونا د اخته کېدو خطر یې زیات کړی دی. په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست اندېښنه ښيي او وايي چې د کډوالو راتګ به په هېواد کې د کرونا د دویمې څپې د خپرېدو ویره زیاته کړي. له دې هر څه سره سره د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په اسلام کلا بندر کې یې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د تشخیص لپاره جدي تدابیر نیولي دي.
































