د هېواد د واليبال ملي لوبډله په المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د چين هانګ جو ښار ته روانه شوه. د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې به د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.یاده لوبډله د دغو سياليو په F ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري.له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د واليبال په ګډون د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.
































