د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملایعقوب د طالبانو د جنګي برخې مشر ټاکل شوی دی. دا بدلون په داسې حال کې دی چې د بین الافغاني خبرو د پيل هیلې زیاتې شوي دي. اې پي خبري آژانس وايي د طالبانو د پوځي څانګې د مشر په توګه ملا یعقوب د جنګ میدان ته د خپل پلار په څېر د یو داسې کس تجربه راوړي چې ژر مفاهمت نه کوي. اې پي وايي طالب مشرانو ورته ویلي چې د طالبانو د رهبري شورا څلور غړي د طالبانو ۲۰ کسیزې مذاکراتي ډله کې شامل کړل شوي دي. یادې ادارې د طالب مشرانو له قوله ویلي، وروستۍ ټاکنه خپله د طالبانو مشر ملا هېبت الله کړې او هدف یې د طالبانو د سیاسي او پوځي څانګو کلکه څارنه ده.
































