د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش یوځل بیا ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ غوښتنه کړې ده. ګوتریش نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښونځیو تر شپږم ټولګي پورته نجونو د راګرځولو دوه کاله پوره شول. ګوتریش زیاته کړې، چې له ښوونځیو د نجونو منع کول له بشري حقونو یوه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې په ټول هېواد کې د اوږدمهاله زیانونو لامل کیږي.
































