ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په یوه میاشت کې ۱۴۵۶ ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي چې به دې لړ کې یې ۱۲۹ ملکي وګړي وژلي او ۲۹۱ نور یې ټپیان کړي دي. د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه عمل نه دی کړی او نه یې هم په لویو ښارونو کې له بریدونو ډډه کړې ده. د سرچینې په خبره طالبانو تر ټولو ډېر بریدونه په ښارونو کې کړي چې په کندهار، سمنګان او ننګرهار ولایتونو کې یې تلفات اړولي دي. امنیت شورا وایي طالبانو په دې ترهګریزو بریدونو کې له ځانمرګو، بریدونو، ماینونو، مقناطیسي ماینونو او نورو لارو استفاده کړې ده. امنیت شورا دغه راز زیاتوي چې طالبانو هدفي وژنې هم کړې دي او هېوادوالو ته یې تلفات اړولي دي.
































