د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست په نيويارک کې د پاکستان د بهرنيو چارو له لنډمهالي وزير جليل عباس جيلاني سره کتلي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده. د سرچینې په خبره، چې جیلاني له افغانستان سره د باثباته، سولهییز، سوکاله او ډاډمنو اړیکو په اړه د پاکستان پر ژمنو ټینګار هم کړی دی.
































