د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره ۱۷۴ میلیون ډالري پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده. امریکایي رسنیو د سیګار له قوله لیکلي چې امریکا د افغان ځواکونو د هوایي برخې د روزنې او تجهیز لپاره د ۱۷۴ میلیونو ډالرو پروژه پيل کړه خو اوس داسې ښکاري چې دغه پروژه ډېره اغېزناکه نه ده او له ستونزو سره مخ ده. د سیګار راپور وایي چې د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی شوی، خو د بې پيلوټه الوتکو د کارونې او اخیستنې لپاره ځانګړې شوې پروژه له ډېرو ستونزو سره مخ ده. په راپور کې راځي چې افغان ځواکونه له بې پيلوټه الوتکو استفاده کوي، خو نړیوالو معیارونو ته پام نه کوي. نیویارک ټایمز بیا وایي چې که له طالبانو سره د هوکړې مطابق امریکایي ځواکونه او روزونکي له افغانستان وځي نو ښایي دغه پروژه د معلوماتو د کموالي او روزنکو د نشتوالي له امله له ناکامۍ سره مخ شي.
































