د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې میلیونونو اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام لپاره یو وار بیا د مالي مرستې غوښتنه وکړه. د اسیا پسفیک لپاره د دې ادارې سیمه ییز مدیر جان ایلیف، په یوه ویډیو کې، چې پرون د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي، چې په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او ډبلیو ایف پي له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. نوموړي ویلي، چې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې د ژمې په ترڅ کې له ۱۵ میلیون تنو سره مرسته وشي. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې ټولټال ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري.
































