په لومړي ځل د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې په مرسته د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې شل بستریز مرکز پرانیستل شو. د دې مرکز مسوول ډاکټر احسان الله وايي، د اعتیاد ستونزې خلک دومره تنګ کړي چې ان د دې مرکز د عملي فعالیتونو تر پیل دمخه دوی ته مراجعه کوي او د ناروغانو لپاره د بستر په لټه کې دي. د نورستان اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دې مرکز لپاره دي کافي امکانات برابر کړي.
































