د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي تر هغې چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل کړنلاره بدله نهکړي، د هغوی غوښتنو ته به هېڅکله هم پاملرنه ونهشي. امیري، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ او د ځينو هېوادونو استازو «د افغانستان وضعیت – له جنسیتي تبعیض سره مبارزې» په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان کې جوړه شوې وه، ګډون کړی وو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په دغه غونډه کې په افغانستان او نړۍواله ټولنه کې په سیاسي پرېکړو کې د افغان ښځو د مانا لرونکي ګډون غوښتنه وکړه. بېنټ په باور پر نړۍواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو بې باوري هغه مهال له منځه تللای شي چې د همدردۍ او غندلو پر ځای، یوازې عملي اقدام وشي.
































