د روان کال له پیله تر دې دمه په اروزګان کې ۲۵ زره او په هلمند کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له کبله په ولایتي روغتونونو کې بستر شوي دي. د مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون ته تېره یوه میاشت کې ۱۷۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي، چې ويل کېږي لویه برخه د خوارځواکۍ له سختي بڼي کړېدل .د اروزګان د روغتیا ادارې مشر ډاکټر محمد الله روحاني وایې، د نورو ولایتونو په پرتله په اروزګان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر دی. هلمند ولایت هم له ورته وضعیت سره مخ دی او په هرو نهو ماشومانو کې، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي یو يې له خوارځواکۍ کړېږي. په دغه ولایت کې روغتیاپالان وايي د خوارځواکو ماشومانو لویه برخه د کلیوالي سیمو اوسېدونکي او د هلکانو پرتله د نجونو شمېر په کې زیات دی.
































