د لیبیا لوی څارنوال د سېلابونو په مخنیوي کې د ناغېړۍ له امله د اتو چارواکو د موقتي نیولو امر وکړ. د څارنوال په وينا، سره له دې چې په بندونو کې د درزونو د رامنځته کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي و؛ خو چارواکو يې د ترميم لپاره هېڅ نه و کړي. د لیبیا په ډرنه ښار کې له ویجاړونکي سېلاب وروسته، د دغه ښار اوسېدونکو د وږي تېره اونۍ لاریون وکړ او له چارواکو یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه. د وروستي رسمي راپور له مخې، په دغه ښار کې د سېلاب له امله لږ تر لږه ۳۸۶۸ کسان مړه شوي او زرګونه نور لادرکه دي.












