د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ د لازیاتې پانګونې د جلبولو په موخه ګډه غونډه جوړه شوه. د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د غیر الکولي مشروباتو، د کریمیا ډبرو، کانونو، کیمیاوي سرې، د موټر بیټرۍ، کالي او ټوکر، نفتي توکو، سوداګرۍ او خوراکي توکو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې راغلي چې ارمان یاسین تایوف د قزاقستان د خصوصي سکتور په استازیتوب په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په قزاقستان کې د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون جوړ شي.
































