د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر تخار ته د خپل سفر په لړ کې د ياد ولايت په پوهنتون کې د ۵ پروژو پرانیسته وکړه. په دې پروژو کې د لمريزې برېښنا ٤٠ کیلو واټ سیستم، د کرنې پوهنځي څېړنېز فارم، ٣ کیلومتره سړک، د يوه جومات د جوړونې او د عربي او انګلیسي ژبو روزنیز مرکز جوړول شامل دي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ددې پروژو د پرانیستې په مراسیمو کې وویل، چې په راتلونکي کې په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې دې ورته نورې رغنيزې او انکشافي پروژې ترلاس لاندې لري.
































