د هېواد په لسو ولایتونو کې له کابو ۴۱۳۴ بې ځایه شویو کورنیو سره بشردوستانه مرستې وشوې. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په کندهار، ننګرهار، خوست، پکتیکا، بغلان، سرپل، بامیان، جوزجان، پروان او بلخ ولایتونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې ځایه شویو سره، د يو شمېر نړۍوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ مرستې وېشلې دي. د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پيسې، کرنيزې کڅوړې، ژمنۍ جامې، روغتيايي درمل، د وړيو د سپينولو وسايل، د صابون د توليد وسايل او د شېدو وزې شاملې دي. د یوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولایت کې نن سلو کورنیو ته د نغدو پیسو مرسته هم وشوه. دغو کورنیو چې پخوا د هغه ولايت د کډوالو رياست د کارکوونکو لهخوا سروې او پېژندل شوې وې، د ناروې د کډوالو د ټولنې لهخوا هرې کورنۍ ته د ۲۷ زره افغانيو په شاوخوا کې مرسته ترلاسه کړه.
































