د بغلان په ۶ ولسوالیو کې د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالواحد عبیده وایي، چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسوالیو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یونپس موسسې له لوري پلې کېږي. عبیده زیاتوي، چې د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. ورته مهال د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده وایي، چې د دې پروژو په پلې کېدو کې ۲۳ زره ۷۳۵ کارګرانو په مستقیم ډول کار کړی، چې ۲۱۰ زره کسان یې له ګټې برخمن شوي او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کېږي.
































