د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې سږکال له دې ولایت څځه تر دې دمه څه باندي دوه نیم زره ټنه آب جوشي بهرنیو مارکېټونو ته صادر شوي دي. د مسوولینو په خبره، چې بهرنیو مارکېټونو ته د آب جوشو د صادراتو لومړي وختونه دي خو بیا هم تردې دمه ۲۶۵۰ ټنه بهرنیو مارکېټونو ته صادر شوي، د تیرو کلونو په پرتله خورا ښه بازار هم لري. دغه خونه زیاتوي، چې د سږ کال آب جوشو حاصلات ۱۷ زرو ټنو ته رسیږي.
































