د روغتیا نړیوال پروګرام وايي، د افغان کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک ورسره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام په یو بیان کې ویلي، په دې مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره کسانو ته چې د خوړو شدید نه خوندیتوب سره مخ دي تر یوه کاله پورې د خوړو حیاتې مرستې ورسوي. په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې به تر ډېره په کوڼدو او هغو ښځو وویشل شي چې د کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده.
































