د کندهار د وچې میوې ټولنه وايي، چې په پام کې ده سږ کال نورو هېوادونو ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه میوه صادره شي. د دوی په وینا، اوس مهال د هند او پاکستان سربېره د کندهار ولایت وچه میوه د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادریږي.د کندهار د وچې میوې ټولنې مشر عبدالاحد صدیقي وايي، چې د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د وچې مېوې د پروسس په کارخونه کې په ورځني ډول تر لس ټنه پورې وچه مېوه پروسس او له بسته بندۍ وروسته بهرنیو هېوادونو ته لېږل کیږي.
































