د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د طالب زندانیانو نه خلاصون موضوع د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې او دوی په دې اړه اندېښمن دي. یاد کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نړیوالو بشرپالو حقونو د عرف پر بنسټ هغه بندیان چې په بشري ضد او یا هم جنګي جنایت تورن دي باید تر سولې مخکې او حتی وروسته هم خوشې نه شي. خبرپاڼه کاږي، سوله چې د بشري حقونو د وضعیت ښه والي لپاره تر ټولو مهم اصل دی باید د ځینې کوچنیو موضوعاتو له امله له خنډونو سره مخ نه شي. یاد کمیسیون وایي، د دې لپاره چې د سولې روانه پروسه له ځنډ سره مخ نه شي دوی له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې دواړه لوري باید د خپلو زندانیانو د وضعیت په اړه بشپړ معلومات د خلکو په واک کې ورکړي. کمیسیون دغه راز د جګړې پر دواړو لوریو له زندانیانو سره پر عادلانه چلند ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دوی له دولته غواړي چې د هغو ۵۹۲ زندانیانو د وضعیت ارزولو امکانات برابر او د نه خوشې کېدو په اړه یې خلکو ته اړین وضاحت ورکړي چې دوی یې د نه خوشې کېدو خبره کړې ده.
































