چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د برېښنا ستنې څوک او ولې نړوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2021
in تبصرې
0
د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو بندول د کرونا له مخنیوي سره مرسته کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

برېښنا شرکت وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا ۱۹ ستنې الوځول شوي، چې له امله یې نه یوازې خلک له ستونزو سره مخ شوي، بلکې برېښنا شرکت ته هم میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی. وړمه ورځ  هم د پروان په سالنګ کې دوې ستنې په بمونو الوځول شوي چې له امله یې پر کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

د برېښنا ستنې څوک او د څه لپاره نړوي او ولې یې حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی دی؟

تر اوسه پورې د برېښنا ستنو د نړولو مسوولیت هېچا نه دی اخیستی. برېښنا شرکت دا کار د روښنایۍ او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي، خو دا چې دا دښمنان څوک دي او له دې کاره یې موخه څه ده، معلومه نه ده. امنیتي ادارې هم په دې تړاو غلي دي او یوازې کله کله دومره وايي چې دوی هڅې روانې کړي او ژر به د دې پېښو عاملین ونیسي. دوې میاشتې دا لوبه روانه ده، خو نه د دې پېښو عاملین ونیول شول او نه هم د دې پېښو مخنیوي وشو، بلکې پېښې ورځ تر بلې زیاتې شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. له دې امله چې د ګرمۍ موسم دی او خلک برېښنا ته ډېره اړتیا لري، نو ځکه د دې جنایت له امله عام خلک ډېر ځورېږي.

د دې پېښو عاملین لا هم معلوم نه دي، خو ښکاري چې د وسله‌والو مخالفینو کار نه دی، بلکې بل څوک یې تر شا دي. ډېری دا پېښې په پروان او کابل کې شوي او په هغو سیمو کې دي چې هلته د حکومت واکمني ده. د پېښو ځایونو، ډول او نورو اړخونو ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې په دې کار کې دې وسله‌وال مخالفین لاس ولري او نه هم دولت او برېښنا شرکت وسله‌وال مخالفین په ښکاره د دې کار عاملین ګڼي. وسله‌وال غله او باج‌اخیستونکي لومړني هغه کسان دي چې په دغو جنایتونو کې دخیل ګڼل کېږي. ویل کېږي چې دوی له برېښنا شرکت باج غواړي او برېښنا شرکت یې نه ورکوي، نو ځکه دا چاودنې کوي. دا چادونې زیاتې او په لویه جغرافیه کې دي، نو که غله او باج اخیستونکې هم وي، لوی غله دي او ښايي دولتي او سیاسي ملاتړ هم ولري. دویمه خبره دا ده چې په دغو سیمو کې یوه فعاله سیاسي- نظامي کړۍ پر حکومت د فشار او سیاسي باج اخیستو لپاره دا کار کوي. دوی غواړي چې په ډې ډول په حکومت او په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې مهم رول ولري. درېیمه خبره دا هم کېږي چې ځیني کسان غواړي په دې ډول بریدونو سره له حکومت څخه د ملېشه جوړولو جواز تر لاسه کړي او د برېښنا د ستنو د امنیت په پلمه ملېشې جوړې کړي او لګښت یې هم له حکومت څخه واخلي. ښايي نور احتمالات هم وي، خو دا درې پکې زیات یادېږي.

د برېښنا پر ستنو بریدونه که هر څوک کوي، جنایت او د له خلکو سره دښمني دي. دا که غله وي، که مالي یا سیاسي باج‌اخیستونکي او یا هم بل هر څوک، حکومت یې باید پر وړاندې چټک او پرېکنده ګامونه واخلي. تر اوسه پورې د حکومت کارونه ساړه، ناکاره او بې ګټې وو چې خلک یې ناهیلي کړي دي. حکومت ته پکار ده چې نور په دې برخه کې سوړ چلند ونه کړي، چټ ګامونه واخلي، ددې جنایت عاملین پیدا کړي، سزا ورکړي او د نورو دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

Previous Post

په افغانستان کې د آنلاین زده کړو نیمګړتیاوې

Next Post

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې ۱۹ پایې تخریب شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې ۱۹ پایې تخریب شوې دي

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې ۱۹ پایې تخریب شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۴ زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۴ زره ټنه انتقالات شوي

نوومبر 12, 2023
تندلارو نيمګړي کتابونه چاپ کړي او اويغوري زده کوونکو ته يې خپل لاسونه غځولي وو

تندلارو نيمګړي کتابونه چاپ کړي او اويغوري زده کوونکو ته يې خپل لاسونه غځولي وو

اپریل 8, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved