طالبان وایي، د بندیانو تبادله د دوحې هوکړې له مهمو برخو څخه ده او حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې ور تر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د اوونۍ تبصرې په نامه یو مطلب کې چې د ده په خبره د یادې ډلې دریځ څرګندوي راغلي، حکومت لومړی له دوی سره بندي طالبان په جنایي جرمونو ککړ وبلل او بیا یې دعوه کوله چې د طالبانو په لیست کې بهرنیان موجود دي خو کله چې یې ټولې بهانې غلطې ثابتې شوې نو اوس وایي چې نړیواله ټولنه نه غواړي دا بندیان خوشې شي. مطلب کاږي، تر اوسه هیڅ بهرني هېواد او یا هم سازمان د طالب زندانیانو له خلاصون سره مخالفت نه دی ښودلی او د بندیانو د تبادلې برخه کې بهانې جوړول د حکومت سوله ضد ماهیت بربنډوي. مطلب کې ټینګار شوی دی چې که چېرته افغان حکومت په رښتیا د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیل غواړي نو ژر دې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي.
































