د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۸ زره ۸۵۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر لارې ۵۹ زره ۸۰۴ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸ زره ۸۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰ زره ۹۲۸ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۸ زره ۸۵۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي.
































