په هرات کې له پرونۍ مرګونې زلزلې وروسته، چین اعلان کړی، چې خپل توان ته په کتو سره به له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي، چې هېواد يې په هرات کې شوې زلزلې ته متوجه دی او د زلزلې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايي او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي. نوموړي زياته کړه، هېواد به يې د افغانستان اړتیاوو ته په کتو له یادو زلزله ځپلو ځپلو سره مرستې وکړي. په هرات کې د شوې زلزلې له امله ۲۰۵۳ کسانو ژوند خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۲۴۰ تنه نور ټپيان دي او دغه راز د ۱۳ کليو ۱۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
































