د شبرغان – مزارشریف لویې لارې د ۷۶ کیلومترو سړک د بیارغونې چارې نن پیل شوې. د جوزجان د ټولګټو ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه سړک د ټولګټو وزارت له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. ورته مهال د موټر چلوونکو او مسافرو د دغې مهمې لويې لارې د بیا رغولو لپاره د سرپرست حکومت د هلو ځلو هرکلی کوي او وايي چې په رغېدو سره به یې د تګ راتګ پر وړاندې شته ډېرې ستونزې هوارې شي.
































