د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، هرات کې دشوې زلزلې له امله ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته رسېدلي دي. نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې له زلزلې وروسته روغتیايي ډلې سیمې ته په وخت ورسېدلې او روغتونونو ته یې د ټپیانو، درملو، روغتیایي تجهیزاتو او د جسدونو د لېږد لپاره جدي تدابیر نیولي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې شاوخوا ۶۰ ګرځنده روغتیايي ډلې، ۶۰ امبولانسونه په دولسو زیانمنو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په همدې سیمو کې ګرځنده کلینیکونه هم جوړ شوي دي. قلندر عباد له هغو خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو هم مننه کړې، چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته کوي. ده له زلزله ځپلو سره د مرستندویانو د نورو ډېرو همکاریو غوښتنه هم وکړه.
































