د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې ویلي، چې دغه سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۱۲ مېلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. دا مرستې په داسې حال کې اعلان شوې، چې له زلزله ځپلو سره د مرستو د زیاتولو لپاره د مرستندویه سازمانونو غوښتنه شوې ده. رویټرز راپور ورکړی، چې دا مرستې به د بهرنیو ادارو لکه د کډوالو نړۍوال سازمان له لارې ووېشل شي چې په کې لنډمهاله سرپناه، کمپلې، جامې، خواړه او نور توکي شامل دي. د امريکا نوې مرستې د نړۍوالو مرستندویه ټولنو له غوښتنې وروسته اعلانېږي، چې په هرات کې په تېرو پنځو ورځو کې څو زلزلو د سلګونو قربانيانو د درملنې لپاره بېړنۍ مالي سرچينې زياتې کړي.
































