د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته نن د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو. معترضانو له فلسطینیانو سره خواخوږي وښوده او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې څخه یې ملاتړ وکړ. په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد لاریونونه شوي دي. لاریون کوونکو مرګ پر امریکا او مرګ په اسراییلو شعارونه ورکول او نړۍ یې په دې ملامته کړه چې فلسطینیانو ته خپل حقوق نه ورکوي.
































