د افغانستان د پخواني پاچاه غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په پلازمېنې روم ښار کې د ۹۴ کلونو په عمر وفات شوه. د هندیه د مړینې خبر د هغې لور ثریا ملک پر خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی او په روم کې د پخواني حکومت سفیر خالد احمد ذکریا هم د هندیې د مړینې خبر تایید کړی دی. ثریا ملک پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې مور یې د جمعې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې دي. شهزادګۍ هندیه د غازي امان الله خان له جلاوطنۍ شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر ۱۷مه د هند په بمبۍ کې زېږېدلې وه. نوموړې بیا وروسته له کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړه او د ژوند تر پایه هلته پاتې شوه. پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندیه پر مړینې خواشیني ښودلې او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کړې ده. دغه راز د ټولنیزو شبکو ګڼ یو شمېر کاروونکو هم د شهزادګۍ هندیه پر مړینه خپګان څرګند کړی دی.
































