د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر پکتیا ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت ژمن دی چې عامه پروژې پلې کړي او هڅې کوي چې د ځان بسیاینې په لور ګړندي ګامونه واخلي. په دغه کتنه کې همدارنګه سوداګرو د پټان لارې ترانزیټ، له پټان څخه مرکز ګردېز ته د ګمرک انتقال، د سوداګریزو توکو د ساتنې لپاره ګدامونه جوړېدل او په دغه ولایت کې د قونسلګریو فعالېدل يې اساسي ستونزې او غوښتنې یادې کړې دي. ورته مهال د د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست بیا د سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.
































