د ارزګان په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د څښاک لپاره د پاکو اوبو دوه لويې ذخیرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د اروزګان والي محمدعلي جان احمد د دغو پروژو د پرانيستلو پر مهال وويل چې په دې پروژو باندې ۱۸ ميليونه ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی. هغه يو ځل بیا له موسساتو وغوښتل چې د خلکو اړتياوو ته پام وکړي او پر داسې پروژو کار وکړي چې خلکو ته يې اوږد مهاله ګټې ورسېږي. د سيمې خلک وايي، په سيمو کې یې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسۍ خورا سخت شوی وو او په وينا يې، له ساعتونو مزل وروسته به يې د څښاک اوبه موندلې.












