د کرکټ نړۍ مشهورو ستورو د انګلستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ بریا ستایلې ده، او ویلي يې دې چې په نړیوال جام کې باید سترې لوبډلې د افغانستان له لوبډلې د بایلولو ډار ولري. افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې د ۱۴ لوبو د بایللو لړۍ پای ته ورسوله. د نړیوال جام د لوبو په دوام تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډله د انګلستان لوبډلې په وړاندې د هند په ډیلي کې د لوبې ډګر ته ښکته شوه. د انګلستان لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام اتله لوبډله وه او د لوبې له پیل وړاندې هیڅ چا داسې تصور نه و کړی چې افغانستان دې د تېر نړیوال جام اتلې او دفاعې لوبډلې ته ماتې ورکړي. د کرکټ نړیواله شورا وايي، افغانستان د نړیوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکولو سره تاریخ جوړ کړ. افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې د ۱۴لوبو د بایللو لړۍ پای ته ورسوله. د کرېکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د افغان لوبدلې د بریا سره سم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان له لوري په زړه پورې او هر اړخیزه هڅه تر سره شوه. دا د افغان لوبډلې لپاره ښه او د انګلستان لوبډلې لپاره بده ورځ وه. همدارنګه په افغانستان کې او له افغانستان بهر ګڼو افغانانو د تیرې شپې بریا په خوښیو او اتڼونو نمانځلې ده.
































