د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې نن د ښاروالۍ له لوري د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. د ګردېز ښاروال سيدنظيم مزمل وايي، چې ياد سړک په بنسټییزه توګه رغول کېږي چې لګښت د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي. د نوموړي په وینا، یاد سړک يوکيلومتر اوږدوالی لري او د دېرش متره پلنوالي ترڅنګ به يې دواړو غاړو ته اساسي ويالې او د پلي تګ لارې هم جوړې شي. نوموړي وويل چې ياد سړک د ښاري ماسټر پلان د پليکېدو يوه برخه ده چې په وینا یې، ۳۰سلنه ښاري ماسټر پلان پلی شوی او د پاتې چارو د پلېکېدو هڅې یې روانې دي.
































