د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، له چینایي چارواکو سره به په افغانستان کې د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته ولري. نوموړی چې په چین کې دی فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې سرپرست حکومت له وړاندې له چین سره د ګڼ شمېر پروژو هوکړې لاسلیک کړي دي. د سوداګرۍ سرپرست وزیر د بېجېنګ په کوربه توب د یوې لارې، یوه کمربند د نوښت کانفرانس ته بلل شوی، دغه کانفرانس ته د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ورغوښتل شوي دي.
































