د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د نفتو او ګازو د کیفیت او په دې برخه کې شته ستونزو د رسېدو په اړه د اړوندو سکتوري وزارتونو، ادارو او ملي سوداګرو ترمنځ ګډه غونډه شوې ده. په یاده غونډه کې اقتصادي مرستیال ویلي، چې ملي سوداګرو د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی او لا هم په دې برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. هغه زیاته کړې، ټول سوداګر دې هېواد ته کیفیت لرونکي نفت او ګاز وارد کړي تر څو په دې سره هم چاپیریال او هم انسانان خوندي شي.
































