د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي، چې هېواد یې د پوهنې په برخه کې د پخوا په څېر افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي. نوموړي د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۶۵ ښوونځیو د جوړېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې نور نوي ښوونځي هم جوړ کړي. له پوهنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو دغه راز پر دوه اړخیزو همکاریو هم ټینګار کړی. بل لورته د پوهنې سرپرست وزیر ویلي، چې دوی به د جاپان هېواد د مرستو او پروژو د پلي کولو لپاره هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.
































